
کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان اسلامي بانک مسوولينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د افغانستان اسلامي بانک اجرايوي رئيس جاويد احمد ظاهري خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د بانکدارۍ نظام ساتنې لپاره د اسلامي امارت مسوولینو په هڅو خوښي وښوده.
نوموړي د هېواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې د اسلامي بانکدارۍ پوښښ خبر ورکړ او ويې ويل، د دې بانک له لارې د هېواد د روغتيا په برخه کې ډېره پانګونه شوې ده. موږ د اسلامي بانکدارۍ له لارې خلکو ته د خدمتونو رسولو په لټه کې يوو او د پانګونې په برخه کې دولتي شرکتونو ته لومړيتوب ورکوو.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې بانک د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ وويل، چې موږ د هېواد په کچه د اسلامي بانکدارۍ د ودې غوښتونکي يوو او د اسلامي امارت مسوولين به په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت د دې غوښتونکی دی، ترڅو د ټولو بانکونو او شرکتونو ترمنځ ازاد او سالم رقابت رامنځته او هغوی ته د ودې زمينه برابره شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز وويل، د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پانګونې ملاتړ کوي.
افغانمل