
کابل، د وږي ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمېسيون غونډه پرون د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون په پلازمېنه کابل کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د کار او ټولنيزو چارو؛ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ؛ او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او همداراز د بامیان او بدخشان ولایت مقامونو پر اړوندو موضوعاتو او په اجنډا کې پر شاملو نورو موضوعاتو بحث وشو او هغه يې په هر اړخيز ډول وارزول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، د ټولګټو، لوړو زدهکړو او کانونو او پټروليم وزارتونو، د چارو ادارې عمومي ریاست، د ملي پراختيا شرکت او د افغانستان طبي شورا د موضوعاتو او غوښتنو د لا زياتې ارزونې او راتلونکې غونډې ته د وړاندې کولو په موخه، جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.