سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا اداري کمېسيون؛ خوست ښاروالۍ ته د ملي دفاع وزارت د جایدادونو د لېږد په تړاو د څېړنو او ارزونې په اړه پرېکړه وکړه

کابل، د لړم ۶ مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د کندهار ولايت د دارالتأديب د تشکيل او بودجې او د امارتي ارګانونو د تدارکاتي توکو د پرچون خريدارۍ موضوعات و ارزول شول او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
په غونډه کې همدارنګه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند په ترمينلونو او ترانسپورټي تمځايونو کې د نقليه وسايطو د مديريت، ترتيب او تنظيم، د بادغيس ولايت د تګاب عالم، دره بوم او سنګ آتش ولسواليو د قضايي او اداري کارکوونکو معاشونو او د اسلامي امارت مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ خوست ښاروالۍ‏ ته د ملي دفاع وزارت د جايدادونو لېږد موضوعاتو د ارزونې په موخه کمېټې جوړې او ورته دنده وسپارل شوه، چې په دې تړاو خپلې هر اړخيزې څېړنې د کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا