امنیت

دهلمند دګرمسير ولسوالۍ دپوليسو يو قوماندان دحکومت له خوا ونيول شو.

کابل باختر مرغومي  اوولسمه :
دافغانستان دمرکزي مقاماتو په امر دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ  امنيه قوماندان  نيول شوى دى .
غلام ولي له مرکز څخه دهيئت له سفر وروسته ونيول شو او ويل کيږي چې کابل ته ليږدول شوى دى .
دپوليسو ددغه قوماندان څلور لوکس موټرونه پاکستان ته دتګ راتګ په حال کې ليدل شوي دي .
بهرنيو ځواکونولومړى دبالون او اکتشافي الوتکو په واسطه ددغو موټرونو عکسونه واخستل .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغو موټرونو نشه يي توکي پاکستان ته ليږدول اويا کوم بل څه .
په هلمند ولايت کې يوه سيمه ئيز خبرځاى چې ونه غوښتل نوم يې واخستل شي دباختراژانس خبريال ته وويل چې بهرنيو ځواکونو  پاکستان ته دګرمسير دپوليسو دقوماندان غلام ولي دلوکس  موټرونو دتګ راتګ دعکسونو له نيولو وروسته موضوع يې جمهور رييس ته وړاندې کړه او ارګ هم دپوليسو ددغه مقام دنيولو امر ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته