امنیت

درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
درې تنه وسله وال مخالفين د ملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو منسوبينو دقندهار ولايت دميانشين  او دهلمندولايت دګرشک دولسواليو په مربوطاتو کې په دوو جلا جلا عملياتوکې درې تنه وسله  وال مخالفين  ووژل او يو تن بل يې ټپي کړ .
ديوبل خبر له مخې، پنځه تنه وسله وال مخالفين دقندهار ولايت دارغنداب او دخوست ولايت دګربزو دولسواليو په مربوطاتو کې دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې دمنسوبينو په ځانګړو عملياتو کې له يوې اندازې مهماتو اوسپکواو درندو وسلو سره ونيول شول .
په همدې حال کې دملي اردو منسوبينو دپکتيکا ولايت په شواک ولسوالۍ کې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې  او دکلاشينکوف يوه اندازه مهمات له پنځو مخابراتي وسايلو او اوولس جي _ پي اس ترلاسه کړل .
دغه راز دلوګر دعينکو مسو دکان او دهلمند ولايت دګرشک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهاوان پنځه ماينونه ، دوسايطو ضد دوه ماينونه او يوه اندازه سپکې وسلې دملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته