روغتیا

د ننگرهار دعامې روغتیا چارواکو د نري رنخ په خطرناکې ناروغۍ اندیښنه وښودله

-جلال آباد باختر د وری دمیاشتی ١٢
نری رنځ یوه خطرناکه ساري او وژونکې ناروغي ده  چې درملنه یې په ټول هېواد کې په وړیا ډول ترسره  کیږي.
د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل : یوازې تیر کال د نري رنځ له امله په هیوادکې څه ناڅه  څوارلسو زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوي غونډه کې د ننگرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال وویل : ددې  ناروغۍ     له امله هر کال په زیاته اندازه انسانان خپل  ژوند له لاسه ورکوي .
د ده  په وینا په دې ډله کې زيات هغه کسان دي ، چې د دې ناروغۍ   په اړه کافي معلومات نلري.
ده له اړوند ادارو او روڼ اندو څخه غوښتنه وکړه چې د دې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه دې په کليو او ولسونو کې د عامه پوهاوي لړۍ غښتلې کړي ، چې په نري رنځ  اخته کسان د وړیا درملنې برخمن او ژوند یې وژغورل شي .
د نري رنځ یا تبرکلوز د نړیوالۍ  ورځې په مناسبت په جوړه شوي غونډه کې د دننگرهاردعامې روغتیاريیس ډاکتر نجیب الله کامه وال وویل ؛ د نري رنځ نړیواله ورځ له هغې نیټې وروسته نمانځل کیږي کله ، چې په نړۍ کې د دې  ناروغۍ درملنه ممکنه شوه.
د ده  په خبره افغانستان د نړۍ د هغه دویشت هیوادونوپه  ډله کې دی چې پکې د نري رنځ زیاتې پیښې ثبت شوې دي.
د کامه وال  د څرګندونوله مخې  له دوو اوونیو څخه  زیات ټوخی ، بلغم ، دوامداره تبه او دشپې له خوا خولې  کیدل هغه نښې دي ، چې  په دې ناروغۍ اخته کس باید نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.
د ده  په وینا د عامه پوهاوي نه شتون هغه څه دي ، چې یوازې تیرکال په ټول هیواد کې ٣٧٠٠ ناروغان تشخیص شوي دي.
د عامې روغتیا د ريیس دڅرګندونوله مخې اوس  د ناروغۍ دتشخیص او مخنیوي په موخه په دې ولایت کې په ٧٧ روغتیايي مرکزونو کې په وړیا ډول درملنه  ترسره کیږي چې په دې ډله کې لس خصوصي  روغتیایي مرکزونه هم  شامل دي
د یادونې وړ ده چې تبرکلوز یا نری رنځ  وروسته له H I V یا ایډزڅخه هغه انتاني او خپریدونکي ناروغي ده  چې په ٢٠١٥ ميلادي  کال کې په ټوله نړۍ کې د اخته کسانو شمیر  څه ناڅه ٤ر٩ میلونه ښودل شوی ، چې له دې جملې څخه  ٥ر١ میلونه وګړو خپل ژوند له لاسه  ورکړی دى ،

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته