سیاست

حامد کرزي د کندهار ولایت د شهیدانو له وارثانو سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په کندهار ولایت کې د دوو ترورستي پېښو د قربانیانو له کورنیو سره نن سهار په ارګ کې وکتل.

باختراژانس ته د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترد معلوماتوله مخې

په دې ډله کې د روان کال د جوزاد میاشتې د ۱۷مې او د سرطان میاشتې د ۱۹ مې نېټې د ځانمرګو ترورستي بریدونو  چې زموږ ۱۲تنه بې ګناه هېوادوال پکې شهیدان شول، د قربانیانو کورنۍ شاملې وې.

جمهور رئیس حامد کرزي یو ځل بیا د شهیدانو له وارثانو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه او هیله یې وکړه، چې نورې داسې غمجنې پېښې رامنځته نه شي.

دغونډې په پای کې د هېواد جمهور رئیس په داسې حال کې چې د کندهار د والي مرستیال هم حاضر و، د دغو پېښو د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د حکومت نغدي مرستې وسپارلې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته