سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا د دفتر رئيس: د اسلامي نظام ملاتړ د ديني عالمانو ديني وجيبه ده

کابل، د لړم ۸ مه، باختر

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د یو شمېر جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې مولوي محمود ذاکري، مولوي محمد الله، مولوي عبدالغیاث، مولوي عبدالمالک، مولوي عبدالناصر زاهدي، مولوي بسم الله حقاني او مولوي فضل الرحمان کریم د نورو په استازيتوب خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د رياست الوزرا د دفتر له رئيس سره شریک کړل.

هغوی وویل، ديني عالمانو د ملت د اذهانو په روښانه کولو کې کلیدي رول لوبولی او زیاته یې کړه، چې له اختلافاتو او بې اتفاقۍ څخه د خونديتوب د یوه فکري مکتب رامنځته کول د ديني عالمانو یوازینۍ موخه ده او دې سپېڅلي ماموریت ته تل چمتو دي.

دغو ديني عالمانو د الله رضا او د ملت سرلوړي لومړیتوب وباله او ويې ویل، چې په دې لاره کې هر راز قربانیو ته تیار دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس یادو ديني عالمانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په اسلامي اصولو او ارزښتونو د ولسونو د اذهانو روښانه کول مهم وبلل او ويې ویل، چې اسلامي امارت يې ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړي د اسلامي نظام پايښت او ملاتړ د ديني عالمانو ديني وجيبه وبلله.‏

ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته به رسیدګي وشي او د راتلونکو اقداماتو لپاره به له اړوندو ارګانونو سره شریک شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا