
کابل، د وري ۲۴مه، باختر
د ریاست الوزرا د دفتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع پرون د هغې کمېټې له رئيس او غړیو سره چې د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر له لوري د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست په چوکاټ کې د حکومتولۍ سکتور په چتر کې ټاکل شوی دی، په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د رياست الوزرا د دفتر رئيس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې د يادې کمېټې فعاليت په دولتي ادارو کې د زیاتې روڼتیا او د کار د ښه والي لپاره مهم دی.
په دې کتنه کې یاد پلاوي د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست د دندو او واکونو په اړه رڼا واچوله او د کاري مسیر او ګومارل شویو ټيمونو په اړه، چې د سکتورونو پر بنسټ تنظیم شوي، خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړه، چې مجموعا ۱۵ سکتورونه ایجاد شوي او د هر سکتور لپاره یو ریاست لکه حکومتولي، اقتصاد، امنیت، روغتیا او نور ایجاد شوي دي او زیاته یې کړه چې د فرمانونو د څارنې، تعقیب او تطبیق برخه به په منظم ډول پيل شي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئيس یادې کمېټې ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او د چارو د زیاتې همغږۍ په موخه یې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د فرمانونو او احکامو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست د مخکېنۍ لویې څارنوالۍ پرځای چې د مشرتابه د ۵۲۳ ګڼې د۲۸/۸/۱۴۴۴ نېټې فرمان په اساس په څلور څپرکو او ۲۸ مادو کې توشیح شوی دی، ایجاد شو.
افغانمل