امنیت

د کورنیو چارو وزیر د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره وکتل

کابل- باختر د تلې د مياشتې ١نيټه
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره وکتل او د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
هغه ځانګړي مراسم چې له همدې امله د کورنیو چارو په وزارت کې د دغه وزارت د یوشمیر رییسانو او جنرالانوپه ګډون جوړشوي و، لومړی د کورنیوچارو وزیر نورالحق علومي د ملي پولیسو د شهیدانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې ، هغوی ته د تسلیت په وړاندې کولوسره وویل: تاسو خپل باتور بچیان او عزیزان د هیواد د او خلکو لپاره د خدمت په لاره کې له لاسه ورکړي دي. دوی د خپلوځانونو او سرونوپه نذرانه کولوسره د خپل هیواد او د خلکو پت او عزت ساتلي دي، نوله همدې امله د کورنیوچارو وزارت مشرتابه او د افغانستان خلک پر دغو شهیدانو او د هغوی پرکورنیو ویاړي .
د کورنیو چاروزیر وپتیله چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ملي پولیسود شهیدانو حقوق د کوم خنډ او ځند پرته په ټاکلي وخت کې ترسره کیږي او ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې په دې برخه کې لانورکوټلي ګامونه واخلي.
همدا راز د کورنیو چارو وزیرډاډ ورکړچې کورنیو چارو وزارت به د شهیدانو کورنیو او د هغوی د اولادونو لپاره د هیواد نه بهر د زده کړو په موخه به لازیاته پاملرنه وکړي .
د کورنیو چارو وزیر په دې کتنه کې وویل: په تیریوکال کې دا ثابته شوه چی زمونږد هیواد او خلکو دښمنان له پاکستان څخه تجهیز او زمونږ ګران هیواد افغانستان ته د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولوپه موخه لیږل کیږي. خو دوی به هیڅکله ونشي کړای چې خپلوشومو موخوته ورسیږي.
وروسته یو تن د شهیدانو کورنیو په استازیتوب د کورنیو چارو له وزیرڅخه مننه وکړه چی په دې حساسوشیبوکې یې د شهیدانو له کورنیو سره وکتل او غمشریکي يې وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چی د شهیدانو وارثین د امنیتي اودفاعي ځواکون وترڅنګ هر راز همکاریوته چمتو دي.
د دغې کتنې په پای کې د کورنیو چارو وزیرله خوا یوه اندازه نغدي اوغیرنغدي مرسته هم د شهیدانو له کورنیوسره وشوه چې د دغو کورنیو له خوا د مننې په څرګندولوسره ومنل شوه.
د يادونې وړ ده چې د کورنیو چارو د وزیر له لارښوونې سره سم د شهیدانو له کورنیو سره د مرستولړۍ د هیواد په ټولوولایتونوکې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته