سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزرا سياسي مرستيال: اسلامي امارت افغانانو ته د مرستې رسولو په لاره کې له ټولو نړيوالو ادارو سره همکار دى

 کابل، د وږي٣٠ مه، باختر

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د نړۍ روغتيايي سازمان له استازې سره په کتنه کې وويل چې اسلامي امارت افغانانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او د مرستو رسولو لپاره له ټولو نړيوالو ادارو سره همکاري کوي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ډاکتر حامد جعفري په مشرۍ نړیوال روغتیايي سازمان له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې دغه پلاوي په افغانستان کې د روغتيا نړیوال سازمان د فعاليتونو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک د روغتیا نړیوال سازمان  د خدمتونو تر پوښښ لاندې دي.

هغوی دغه راز له افغانستان سره د  یاد سازمان د مرستو د دوام خبر ورکړ او ويې ويل چې هڅې کوي تر څو زياتې نړېوالې روغتيايي مرستې افغانستان ته را جلب کړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: ستاسو او د اسلامي امارت همغږۍ او ګډه روحيه نړيوالو سازمانونو ته دا پيغام رسوي چې هره اداره کولاى شي په افغانستان کې خدمتونه ترسره کړي او دلته له هغوى سره د همکارۍ روحيه شته.

هغه په ټينګار سره وويل چې اسلامي امارت د شفافيت ملاتړ کوونکى دى او افغانانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او هغوى ته د مرستو رسولو په برخه کې له ټولو نړيوالو ادارو سره همکار دى.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا