خبرونهامنیت

په کندز کې له یوې ښځې وسلې ترلاسه شوې دي

کابل/ د کب ١٥ مه / باختر

په کندز کې امنیتي ځواکونو پرون یوه ښځه چې جنګي وسايل يې له ځانه سره لېږدول، ونيوله.

د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند عبيدالله عابد د باخترآژانس خبريال ته وويل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرکز د اخند زاده ګولايي په سیمه کې دغه ښځه چې ٢ تومانچې، يوه پرتله، ٣ د کلاشينکوف شارژورونه ٧ برچې او د ډول ډول وسلو ګولۍ چې له ښار څخه يې بهر لېږدولې، ونيوله.

عابد زياته کړه، نيول شوې ښځې پر خپل جرم اعتراف کړى او د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته