
کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د شیخ عبیدالله حقاني په مشرۍ د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، دوی د کمېسیون د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره مالومات شریک کړل.
دوی زياته کړه، چې کابو ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه تشخیص شوې ده، چې ۵۳ زره جریبه ځمکه یې له غصب خلاصه او دولت ته سپارل شوې او همداراز ځینې غاصبین محاکمو ته معرفي شوي دي.
دوی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د کمېسیون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال په دغه کتنه کې د ياد کمېسيون هڅې وستايلې او ويې ويل چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي او عامه ملکيتونه غصب کړي او له سرغړوونکو سره به يې قانوني چلند وشي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړانديزونه به له اړوندو ادارو سره شريک کړي.