(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د رياست الوزرا سياسي مرستيال او کفيل د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
‏د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د همکاریو دوام ښه او مثبته نقطه ده او دا همکارۍ باید زیاتې شي.
په ورته وخت کې روزا اوتونبایوا وویل چې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت اقدامات مثبت او ګټور وو او نړیواله ټولنه دغه کار مهم او مثبت پرمختګ بولي.
نوموړې زیاته کړه، د سټلایټ له لارې زموږ معلومات ښیي، چې د کوکنارو د کښت په برخه کې زیات کموالی رامنځته شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل موږ له افغان کروندګرو سره له چین او هند څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړې زیاته کړه، موږ پوهېږو، چې اوسنۍ بشري مرستې د افغان ولس لپاره بسنه نه کوي، خو هڅه کوو ترڅو دغه مرستې زیاتې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل وویل چې: (د جګړو او مخکېنۍ ادارې د فساد له کبله په افغانستان کې اساسي کارونه نه دي ترسره شوي، بناءً له افغانستان سره د نړیوال بانک ترڅنګ د نورو ټولو نړيوالو بنسټونو مرستې اړینې دي، د غذايي مصؤنیت او د بندونو او زېربناؤ د جوړولو ترڅنګ دې د سړو خونو د ایجاد په برخو کې لازیاته همکاري وشي.)
نوموړي زياته کړه، چې نړیوال بانک او نړيواله ټولنه باید خپلې نابشپړې شوې پروژې تکمیل او نور نړیوال ارګانونه دې هم خپل دفترونه او فعالیتونه د نړیوال بانک په څېر له سره پیل کړي.
مولوي عبدالکبير همدارنګه وويل چې: (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي باید د نړيوالو غونډو ګډونوالو غوږونو ته و رسوي، چې په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان شوې، د نظام په بدنه کې د مخکېنۍ ادارې لکونه کارمندان کار کوي او موږ اعتماد ورباندې کړی دی، دغه راز د مخکینۍ ادارې ۵۵۵ ملکي او نظامي مقامات د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.)
د رياست الوزرا سياسي مرستيال او کفيل زياته کړه، چې بین المللي ټولنې باید له تور لېست څخه د اسلامي امارت د مقاماتو د نومونو په لېرې کولو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره د فعالې ډیپلوماسۍ او نېکو روابطو غوښتونکي یوو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا