سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر دثور ٢٤:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه، په هغه کې د اقتصاد عالي شورا د مصوبو په اړه د وزارتونو او اړوندو ادارو د اجرااتو د فیصدۍ راپور، د وچو بندرونو جوړېدو په اړه له ګلف تینر کمپنۍ سره د تفاهم لیک د لاسلیک په اړه د ۲۷ ګڼې مصوبې تحقق، له شېر خان بندره تر اسلام قلعه پورې د اوسپنۍ پټلۍ ډیزاین او ساختمان، د کابل او کنړ پر سیندونو د برېښنا بندونو جوړېدو په اړه له چنیایي شرکت سره د تفاهم لیک د لاسلیک په اړه د  ۴۰ ګڼې مصوبې تحقق، د وارداتي غنمو ازمایښت او د کابل ښاروالۍ عایداتي سرچینو په اړه د ۳۶ ګڼې مصوبې په اړه بحث او څېړنې وشوې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله بدخشان ته د خپل وروستي سفر په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او وې ویل، د ۱۰۸ کیلو مترو په اوږدوالي د بهارک ـ اشکاشم سرک دکار پرانیستل د خلکو هغه غوښتنې وې چې د دغه سرک په جوړېدو سره به ښې اقتصادي اسانتیاوې  برابرې شي او دغه سړک افغانستان له چین او تاجکستان سره نښلوي.
اجراییه رئیس وویل، د دغه سفر په ترڅ کې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته هم ولاړو او هلته مو له دښمن څخه د زیباک ولسوالۍ په بېرته نیولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنې  وستایلې.
وروسته د اقتصاد عالي شورا د دارالانشاء مسئولینو د یادې شورا د مصوبو په اړه د  وزارتونو او اړونده ادارو د فیصدۍ راپور غونډې ته وړاندې کړ.
شمس د ۱۳۹۴ کال له لومړۍ غونډې څخه د ۱۳۹۶ کال تر لومړۍ غونډې پورې د اقتصاد عالي شورا د مصوبو په اړه د  وزارتونو او اړوند ادارو د کړنو د فیصدۍ عمومي جدول وړاندې کړ او په دې اړه چې کومو وزارتونو او ادارو خپل اجراات کړي او یا یې نه دي کړي، معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني وویل، د چارو ادارې او مالیې وزارت باید ټولو ادارو ته مکتوب واستوي چې د اقتصاد عالي شورا پرېکړې تطبیق کړي او باید د پرېکړو تطبیق کې پرمختګ وشي او تفکیک شي چې کومه پرېکړه مهمه ده چې د هغې په رڼاکې تطبیق شي.
ورپسې د وچو بندرونو د جوړېدو په اړه له ګلف تینر کمپنۍ سره د ۲۷ ګڼې مصوبې تحقق د تفاهم‎نامې د لاسلیک په اړه بحث اوڅېړنه وشوه.
د مالیې وزیر په دې اړه وویل، د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې مطابق ګلف تینر کمپنۍ سره د وچو د بندرونو جوړېدو په اړه بحث وشو.
د مالیې وزارت معین مصطفی مستور وویل، دا موضوع ډېر کار ته اړتیا لري او باید واضح شي چې د ګلف تینر کمپنۍ سره زموږ قرارداد په کوم ډول دی او زموږ ګډون هم معلوم شي.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، موږ د هېواد د ټولو بندرونو اصلاح ته اړتیا لرو او هغه ژمنې چې د بروکسل په کنفرانس کې وشوې، د هېواد ټول څوارلس بندرونه باید په یوه واضح چوکات کې مدیریت شي، تر څو موږ د هغو عوایدو مخه ونیسو چې زموږ له لاسه وځي.
جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ بندرونه باید تر یو مشخص پلان لاندې راشي او د هغو د خپل‎سرې توسعې مخه دې ونیول شي. هغه ټینګار وکړ، موږ باید په خپلو بندرونو د تمرکز له مخې د ازادې سوداګرۍ په مرکز بدل شو، څو سیمه‎ییزه پانګونه جلب کړو.
محمداشرف غني دې ته په اشارې سره چې موږ باید د خپلو بندرونو امنیت او توسعې ته زیاته پاملرنه وکړو وویل، د بندرونو امنیت مهم دی او هغه شکایتونه چې سوداګر یې د مالونو د انتقال په لړ کې له اخاذيو څخه لري، باید مرفوع او د ټولو بندرونو ستونزې په اساسي ډول حل شي.
وروسته د ۴۰ ګڼې مصوبې د تحقق په اړه له شېرخان بندر څخه تر اسلام قلعه پورې د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو او ډیزاین او د کابل-کنړ پر سیندونو د برېښنا د بندونو د جوړېدو لپاره  له چینایې شرکت سره د تفاهم لیک د لاسلیک په اړه بحث او خبرې وشوې.
د انرژۍ او اوبو وزارت معین امان الله غالب په دې اړه معلومات ورکړل وې ویل، هغه چینایي شرکت چې د کابل ــ کنړ پر سیندونو د برېښنا بندونو جوړولو لپاره پانګونه کوي دخپلو مطالعاتو لپاره یې څلور میاشتې وخت غوښتی.
هغه وویل، چینایي کمپنۍ لویه پانګونه کوي او کولای شي د برېښنا انرژۍ په تولید کې له موږ سره مرسته وکړي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، هغه ګډه کمېټه چې نړیوال بانک او پاکستان هم  په کې ګډون درلود، په دې برخه کې د ګډ کار د څرنګوالي په اړه ګټورې غونډې کړې دي.
جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، مونږ پرمختګ ته اړتیا لرو اودا  اعتباري چینایي کمپنۍ  وې چې ستر کارونه یې کړي دي. هغه زیاته کړه، درېیم بنسټ دې یاد شرکت وارزوي او غوره ده  چې له هغې وروسته د کار اجازه ورکړل شي.
وروسته د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د غنمو سټندرډ او ازمایښت د څرنګوالي په اړه چې له بهرنیو هېوادونو اخیستل کېږي، غونډې ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني وویل، په دې برخه کې د بین الوزارتي کمېټې وړاندیز چې  موږ باید د غنمو ازمایښت لپاره لابراتوارونه ولرو، عملي شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ معین، د کابل ښاروالۍ د عایداتي سرچېنو په اړه د ۳۶ ګڼې مصوبې تحقق په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او وې ویل، کابل ښاروالي ۲۴ کتګوري عایداتي سرچېنې لري چې ۳۵سلنه یې د صفایي محصول، ۲۰ نه تر ۲۵ سلنه د منډوي عایدات او ۵ سلنه یې هم صنفي جواز جوړوي. هغه وویل، مونږ هڅه کوو صنفي جواز اسانه کړو او هغه مو له ۲۲ پروسو څخه ۷ پروسو ته رالنډ کړ.
د کابل ښاروالۍ معین وویل، د ځمکې د بیې معلومولو پر لایحې بیا کتنه شوې او د ځمکې د بیې لپاره اساس بدلون مومي. هغه زیاته کړه ، د تېر کال په پرتله مو ۳۰۰ میلیونه افغانۍ عواید لرل.
نوموړي وویل،  له ادارو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ غوښتنه لرو چې مالیې وزارت یې باید ورکړي او د کابل دروازو عواید خصوصي سکتور ته ورکړل شي، تر څو موږ  په بریالیتوب هغه ټول کړو.
د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین وویل، خصوصي سکتور ته د دروازو سپارل د عوایدو په لوړولو کې مرسته کوي.
د جمهور رئیس سلاکار سیروس علاف وویل، په ټولو ولایتونو کې دروازې ستونزې لري او یوه مناسبه حل لاره باید ورته ولټول شي.
په دې اړه د ترانسپورټ وزیر محمد الله بتاش وویل، د عوایدو موضوع باید په بنسټیزه توګه حل شي، ځکه هره اداره په انفرادي توګه عواید اخلي او باید د فزیکي پیسو ټولول پای ته ورسېږي.
ډاکتر نقیب الله فایق وویل، د دروازو ستونزې دې هوارې شي، په ځینو دروازو کې تر ۵زرو افغانیو پورې اخیستل کېږي او باید دا ستونزه په بنیادي توګه حل شي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، د مالیې وزارت د بودجې کمیټه به د ښاروالۍ غوښتنې د قسطونو په توګه ورکړي.
جمهور رئیس غني وویل، په کابل ښاروالۍ کې پرمختګونه د ستاینې وړ دي، خو باید ښاروالیو ته یو قانوني چوکاټ جوړ شي. هغه زیاته کړه، د ټولو لویو ښارونو عایداتي سرچینې باید د کابل په شان مشخصې شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، که چېرې د ښاروالیو قانوني ستونزې حل شي، عواید به څو چنده شي او د عوایدو راټولولو لپاره به یوچوکاټ ولرو، تر څو دعوایدو ترڅنګ خدمات هم وړاندې شي.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې چې زموږ لوی منابع باید تشخیص شي وویل، د ښاروالیو او خلکو ترمنځ باید متقابله همکاري رامنځته شي او د ټولنیزو قراردادونو په برخه کې په هماغه اندازه چې عواید راټولېږي، خدمات هم وړاندې شي.
محمد اشرف غني وویل، خصوصي سکتور هم د عوایدو په راټولولو کې ستونزې درلودې، بنسټونه دې په واضح طرحه کار وکړي، ترڅو په دروازو کې د فزیکي پیسو اخیستل بند او سوداګرو ته دروازې خوندي کړو.
جمهور رئیس وویل، ډېر ژر به د ویډیو کنفرانس له لارې له ټولو ښاروالیو سره د سرچېنو تشخیص څرنګوالي او د عوایدو پر راټولولو خبرې وشي.
په دې اړه ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، له ښاروالیو سره دې د څو بحثونو وخت برابر شي چې وکولای شو له هغوی سره په دغو موضوعاتو پایلې ته ورسېږو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته