
کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن د سوداګرۍ خونې له سرپرست محمد یونس مهمند، د صرافونو ټولنې رئیس او یو شمېر پانګه والو او سوداګرو سره وکتل.
دغو پانګه والو او سوداګرو وویل هڅه کوي، چې په خپل هېواد کې په پانګونې سره په اقتصادي او صنعتي ودې کې برخه واخلي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي.
یادو سوداګرو او پانګه والو د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې دوی ته د پانګونې لپاره د سالم رقابت زمينه برابره کړي او خپلې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه يې هم شريک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر وویل، پانګه والو او سوداګرو ته د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت مهم لومړيتوب دی او ویاړي، چې دوی په اوسنيو شرايطو کې د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دي.
افغانمل