(PS)خبرونه(PS)سیاستTOP(PS)(PS)ټولنه

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پروان د ځايي چارواکو ستونزې او وړانديزونه واورېدل

کابل، د زمري ۲۷مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د پروان د والي مولوي عبیدالله امین زاده په مشرۍ د یاد ولایت له ټولو مسؤولینو سره وکتل.
د پروان د ځايي چارواکو په دغه کتنه کې وويل چې د اسلامي امارت مشران دې ډاډه اوسي چې سرتېري او مسؤولین خپلو مسؤولیتونو ته متوجه او د دښمن لاسونه یې لنډ کړي دي.
دوی د پروان د ولایتي ادارې تر منځ د ښې همغږۍ یادونه او د پراختیایي چارو د پرمخ وړو لپاره د اړتيا وړ بودجې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال په شل کلنه مبارزه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو او خدمتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، اوس د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره د هېواد دفاع، د خاورې ساتنه او دین او هېوادوالو خدمت جهاد دی.
نوموړي د پروان ځايي چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت پر اړوندو ستونزو او وړاندیزونو به غور او د حل په موخه به يې اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا