
کابل، د وږي ۳مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د پکتیا د لجې منګل ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې، یادو قومي مشرانو خوښي څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت چارواکو سره مخامخ خپلې ستونزې شریکوي.
دغو مشرانو له اسلامي امارت سره د همکارۍ او د اسلامي نظام د ملاتړ ډاډ ورکړ او د خپلې ولسوالۍ د اوسېدونکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې هم د ریاست الوزرار سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د ولس له منځه راټوکېدلی، د ولس په مرسته یې بریا ترلاسه کړې او په هر ډول شرايطو کې د هغوی خدمت ته تيار دی.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د هېواد د ابادۍ او د ولسونو د یووالي لپاره اساسي کارونه وکړي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې ډاډ ورکړ، چې په ځينو برخو کې په ستونزو خبر دی او د حل لپاره يې د اسلامي امارت ټول مسؤولین هڅه کوي، ترڅو د یوه خپلواک، سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان هيلې واقعي شي.