(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د رياست الوزرا سياسي مرستيال له مارکس پوتزل سره وکتل

کابل، د وري ۲مه، باختر
‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال مارکس پوتزل سره وکتل.
په دې کتنه کې پوتزل په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې یادونه وکړه او هیله یې وښوده، چې افغانانو ته پکې زيان نه وي اوښتی.
نوموړي وویل له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت په برخه کې يې کوټلي ګامونه اخیستي دي. پوتزل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له پيغام مننه وکړه.
د یوناما سیاسي مرستیال دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه، چې سلګونه شخصیتونه یې هېواد ته راستانه کړي او د دې کمېسیون د چارو د دوام هیله یې وکړه.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو مرستندویه ادارو مننه وکړه، چې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کوي او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ټولو مرستندویه ادارو د امنیت او په راڼه ډول د بشري مرستو د وېشلو ډاډ ورکوي.
نوموړي، د ملګرو ملتونو د هغه وړاندیز مننه او ستاینه وکړه، چې نړیوالو ته یې په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د پرانیستلو وړاندیز کړی.
د ریاست الوزرا سیاسيي مرستیال په ټينګار سره وويل، چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.
د يادونې وړ ده چې مولوي عبدالکبير په دغه کتنه کې وويل، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړیوالو هېوادونو او سازمانو سره ښې او فعالې اړیکې غواړي، د دې ترڅنګ هیله لري چې نړیوال دولتونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا