خبرونهفرهنګ

په پروان کې د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی

۲۳- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د پروان سيمه ییز مسوولین وايي چې په پروان کې د توپ درې استوپو په مرمت کولو او بیارغاونې سره په دغه ولایت کې د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
د پروان یو سیمه ییز مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغو تاریخي آبداتو له مرمت کولو وروسته د هېواد زیاتره اوسېدونکي له نورو ولایتونو څخه پروان ته سفر کوي او دغه تاریخي آبدات ګوري.
د پروان سیمه ییز مسوولین وايي چې د یادو آبدو د ساتنې ترڅنګ، نور تاریخي څلي هم بیا رغوي.
د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې؛ د توپ درې استوپه د زلزلو او جګړو له امله ویجاړې شوې وه چې د پروان سیمه ییزو مسوولینو دغه استوپه بیا ورغوله.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته