ټولنه

دتخار ولايت ديوتن مخور اودافغانستان دجهاد ديوتن مخکښ په آمر مجاهد مشهور دارواښاد سيد احمد روئين دمړينې په مناسبت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال محمد يونس قانوني پيغام .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دتخار ولايت ديوتن مخور  اودافغانستان دجهاد ديوتن مخکښ په آمر مجاهد مشهور دارواښاد سيد احمد روئين  دمړينې په مناسبت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال محمد يونس قانوني پيغام .
هيوادوالو خويندو اوورونو .
  په ژورخپګان  او خواشيني سره  مې خبر ترلاسه کړ چې دتخار ولايت يو ستر او وظندوست  جهادي شخصيت سيد احمد روئين نن دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو .
  په همدې مناسبت  خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ او دوستانو  دتخار ولايت  او دافغانستان  ټولو خلکو ته وړاندې کوم اودلوى  خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دمغفرت او پاتې کسانو ته  يې دجميل صبر هيله کوم
ارواښاد سيد احمد روئين  دافغانستان دخلکو داسلامي غورځنګ له مخکښانو څخه و چې خپل ګران عمر يې دافغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې تير کړ . 
ارواښاد دجهاد په دوره کې په تخار  ولايت  کې دمجاهدينو  دجبهو جهادي آمر و او دافغانستان  په اسلامي دولت او دمقاومت په  دوره کې يې دتخار  دوالي په توګه  دنده ترسره کړې ده
ارواښاد سيد احمد روئين  په انتقالي دوره کې دترانسپورت وزارت دمعين په توګه  کار کړى و .
دارواښاد سيد احمدروئين  مړينه دافغانستان خلکو ته يوه ستره  ضايعه  ده .
  يوځل بيا دارواښاد پاک روح  ته دعاکوم او کورنۍ او دوستانو ته يې  دډاډ ګيرنې  مراتب وړاندې کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته