امنیت

يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .

کابل باختر دلړم اتلسمه :
دبغلان پوليسو  نن يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختراژانس خبريال ته وويل پوليسو يوتن له يو ويشتو کيلوګرامو چرسو سره دپلخمري ښار پورې اړوند دشمرق دکنترولي پوستې په ساحه کې ونيوه .
خبرځاى زياته کړه دغه سړى هغه وخت ونيول شو چې دغه چرس يې په يوفلانکوچ موټر کې دمينوپه کارتونو کې په ماهرانه ډول  ځاى پرځاى کړى و  او هغه يې داندرابو له ولسوالۍ  څخه دپلخمري ښار ته ليږدول .
له نشه يي توکوسره دمبارزې  د مدير  دڅرګندونو له مخې نيول شوى سړى  له چرسو اوموټر سره دامنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته