سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کمال خان بند پروژه یوه ملي او حیاتي پروژه وبلله

 کابل، د لړم ۱۴مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نیمروز ته په سفر کې، له کمال خان بند څخه د لیدنې پرمهال، دغه پروژه یوه ملي او حیاتي پروژه وبلله.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یاد بند د لیدنې پر مهال، د پروژې د مسؤلینو د ترسره شویو چارو ستاینه وکړه او د کارونو د لا ښه والي په خاطر یې هغوی ته ځینې سپارښتنې هم وکړې.

د کمال خان بند د هېواد په کچه له لویو بندونو څخه شمېرل کېږي چې د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو، کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

هغه کرنیزې ځمکې چې له کمال خان بند څخه خړوبېږي، مساحت یې ۱۷۴ زره هتکارو ته رسېږي. دغه بند د کرنیزو ځمکو د سمسورتیا ترڅنګ د چاپېریال خوندي ساتلو او روان ریګ د کنټرول په برخه کې هم ګټور دی.

د کمال خان بند کارونه څو لسیزې وړاندې د محمد داوود خان د واکمنۍ په وخت پیل شول، خو تر اوسه یې چارې په بشپړ ډول نه دې ترسره شوي. په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د دغې ملي پروژې پاتې چارې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، د بنسټيزو پروژو پیل او بیا رغونې ته پاملرنه زیاته شوې ده چې ښه بېلګه یې د هېواد په شمال کې د قوشتېپې کانال پیلېدل، په هلمند کې د کجکي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې ته سپارل، د کابل – قندهار لویې لارې بیا رغونه او داسې نورې سترې پروژې چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا