خبرونهامنیتTOP

لسګونه منسوبين د ‏حضرت عبدالله ابن مسعود رضی‌الله عنه له قوماندانۍ څخه فارغ شول

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی‌الله عنه د جګړه‌یيزو زده کړو قوماندانۍ له بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۷۴ ځوان منسوبین فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته ويناوالو په خپلو خبرو کې، له فارغانو غوښتي دي چې د مشرانو اطاعت وکړي؛ په ترلاسه شويو کړو زده کړو اکتفا ونکړي او له نورو فرصتونو هم بشپړه ګټه پورته کړي.
فارغانو هم د اسلامي نظام د ساتنې او دفاع لپاره د هېواد په ګوټ کوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته