روغتیا

په ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ چارې پشبړې شوې

 جلال آباد د وري ١٠ مه باختر
دغه نوې ودانۍ، چې د ښار جوړونې وزارت له لوري د ۳۹ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د يادې ودانۍ د پرانيستو په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز، د دغه ولايت د عامې روغتيا ريیس ډاکټر نصير احمد دراني او نورو ګډون کړی وو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، چې دغه ودانۍ  د دوو کلونو کې په موده کې په ٤ پوړونو کې جوړه شوې ده.
د معلوماتو پر بنسټ تر دې وړاندې د عامې روغتیا ریاست چارې له یو کرایې انګړ څخه ترسره کېدې.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته