کابلباختر د زمري ١١مه
په فراه کې د پوځيانو د بريد په پايله کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن سهار په بالابلوک ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو، چې پر موټرسايکل سپاره په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې د پوځيانو په ياد بريد کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
هغه وويل: طالبان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې د پوځيانو له کمين سره مخامخ شول.
ويل کېږي په بريد کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ