(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال: د پياوړو رسنیو له شتون څخه پرته ټولنه نیمګړې وي

 کابل، د وري ۳۰مه، باختر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د روژه ماتې مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره وکتل.

په دې کتنه کې، د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسئولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

دوی وویل، رسنۍ د اولس او دولت ترمنځ د پُل حیثیت لري او هڅه کوي، چې د اولس غږ تر دولت او نړیوالو ورسوي.

د غونډې برخوالو دغه راز له اسلامي امارت څخه، له رسنیو سره د همکارۍ او د هغوی د ستونزو د حل له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دغه ډول ناستې دې د همکاریو د پراختیا او د ستونزو د کمېدو لپاره، لا زیاتې شي.

دوی زیاته کړه، چې نیوکه د اصلاح په موخه کوي او غوښتنه یې دا ده، چې افغاني رسنۍ باید نورې هم تقویه شي.

د رسنیو مسئولینو او سیاسي کارپوهانو ټینګار وکړ، چې افغان ملت نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي او له جګړې ستړي شوي دي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له خبریالانو او د رسنیو له فعالانو مننه وکړه، چې تل یې د اولس غږ پورته کړی او په نیمګړتیاوو یې سالمې نیوکې کړې دي.

نوموړي د رسنیو د مسئولینو او سیاسي کارپوهانو نظریات او وړاندیزونه په سړه سینه او ورین تندي واورېدل او زیاته یې کړه، موږ رسنۍ او سیاسي کارپوهان خپل همکاران بولو او ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت، رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د ارتباط پل ګڼي او د پياوړتیا لپاره یې کار کوي.

مولوي عبدالکبیر له رسنیو او ټولنیزو فعالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د ټولنې واقعي او حقیقي انځور خلکو او نړۍ ته وړاندې کړي او د ناسمو تبلیغاتو مخه دې ونيسي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، چې د افغاني رسنیو پیاوړي کېدل د ټولنې په ګټه دي او د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي او د حقایقو انعکاس غوره خدمت دی.

هغه، له سیاسي کارپوهانو او د رسنیو له مسئولینو وغوښتل، چې خپل نظریات، وړاندیزونه او سالمې نیوکې ورسره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې رسنۍ د اسلامي امارت د مټ په توګه یادې کړې وې ویل، د پياوړو رسنیو له شتون پرته به ټولنه نیمګړې وي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا