سیاستخبرونهفرهنګTOP

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس له یو شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ژورنالیستانو سره وکتل

 کابل، د وږي٧ مه باختر

د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس د يوشمېر شاعرانو، ليکوالانو او خبريالانو سره په  کتنه کې وويل چې ليکوالان او شاعران  د خلکو سترګې او غوږونه دي.

د افغانستان اسلامي امارت  د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس ډاکتر ملاعبدالواسيع نن له يوشمېر شاعرانو او ليکوالانو سره وکتل.

په دې کتنه کې هغوی وويل چې ليکوالان، شاعران او ژورناليستان  خلکو ته د پيغام په رسولو کې مهم رول لري او ځوانان ښه اراده لري او بايد په غېږ  کې ونيول شي او هغوى ته پاملرنه وشي.

هغوى څرګنده کړه دغه شان غونډې شاعران او ليکوالان د نظام د ملاتړ په لاره کې  هڅوي او دغه راز له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته  چمتو يو.

د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس ډاکتر ملاعبدالواسيع وويل چې اسلامي امارت  ملت ته  د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره  هلې ځلې کوي او په دې لاره کې هر راز قربانۍته چمتو دى.

ډاکتر ملاعبدالواسيع وويل چې ليکوالان او شاعران  د خلکو د سترګو او غوږونو په شان دي  لکه څرنګه چې يو زيات شمېر ليکوالانو او شاعرانو د  اشغال په وخت کې  د اسلامي امارت  په ملاتړ شعرونه او مقالي ليکلي او مجاهدينو ته يې مثبته روحيه ورکړې ده  چې د اشغال پر وړاندې په شوق او جذبي  سره مبارزه وکړي او اوس هم بايد  شاعران او ليکوالان يو بل ته لاسونه ورکړي او داسې شعرونه او مقالې وليکي  چې بي اتفاقي له منځه يوسي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا