امنیت

په فراه کې د اوولسو وسله والو طالبانو وژل کيدل

  فراه باختر دغويي دمياشتې  ٢٨ :
اوولس تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې په فراه ولايت کې ووژل شول.
په دغو طالبانو د دوو جلاجلا نښتو په بهيرکې د بالابلوک او بکواه په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د افغانستان په ختيځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: طالبانو غوښتل چې د تروريستي بريد لپاره ځانونه چمتو کړي چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي، د دغه بريد په بهيرکې پوځيانو او کليوالي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په فراه ولايت کې د طالبانو د وسلو د پنځو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې تېره شپه نا وخته په بالابلوک ولسوالۍ او د فراه ښار په مربوطاتوکې کشف شوې دي.
دغه ډيپوګانې د طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې او له هغوڅخه يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته