امنیت

د دايکنډي دولايتي شورا يوه غړۍ په کابل ښارکې په سخي زيارت ديرغلګرو له خوا دبريد له امله په قربانيانو کې شامل دى .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
په دايکنډي ولايت کې سيمه ئيز  خبرځايونه وايي چې  ددغه ولايت  دولايتي شورا  يو غړۍ  هم دکابل ښار په سخي زيارت کې  دعاشورا  په ماتم لرونکو  د ډار اچوونکي بريد په قربانيانو کې  شامله ده .
سهميه  محمدي هم  په دغه زيارت کې  دعاشورا په ماتم لرونکو کې ګډون درلود چې  ديرغلګرو له خوا  پرې بريد وشو او شهيده شوه .
په دايکنډي ولايت کې يوسيمه ئيز مسوول په دې پيښه کې دميرمن محمدي  شهادت تاييد کړ .
  په کابل کې  په سخي زيارت  دځانمرګي بريد له امله  اووه ديرش تنه  شهيدان شوي دي او کابو شپيته تنه  نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته