سیاستخبرونهټولنهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د هوا د ککړتیا مخنیوی مو لومړیتوب دی

کابل، د لړم ۲۵مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رئیس حافظ عزیز الرحمن او د ملي راډیو ټلویزیون مرستیال ضیاء الحق حقمل سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملي راډیو ټلویزیون ادارې د ښو خدمتونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ژمي موسم کې د کابل ښار د ککړتیا په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: د هوا د ککړتیا مخنیوي او چاپيریال ته مو لومړیتوب دی او د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دغه ادارې د له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د خپلو امکاناتو ترکچې لاس په کار شي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا