امنیت

د دهنه غوري او دډنډغوري ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

کابل/ د لړم ٢مه/باختر
د بغلان د دهنه غوري او د ډنډغوري ولسوالۍ له څو کلونو وروسته د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتوکې چې يوه اوونۍ مخکې په بغلان ولايت کې  پيل شوي دي؛ د دهنه غوري ولسوالۍ  له درېيو کلونو او د ډنډ غوري ولسوالۍ له اوو کلونو وروسته د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
بشارت زياته کړه چې په عملياتوکې نږدي ١٠٠ وسله وال طالبان چې په هغوکې د طالبانو څو قوماندانان او کليدي کسان هم شامل دي؛ ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان شول او د دښمن څو جنګي وسايل له منځه يوړل شول .
د دهنه غوري ولسوالۍ له زيانمنونکو ولسواليو څخه ده چې په تېرو درېيو کلونو کې  د طالبانو تر واکمنۍ لاندې وه.
دغه راز د وسله والوطالبانو له شتون څخه د بغلان د ډنډ غوري ولسوالۍ په پاکولو سره  د پلخمري – سمنګانو لويې لارې امنيت تامين شو.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ډنډشهاب الدين او پلخمري د شاوخوا سيمو د پاکولو لپاره د پوځيانو عمليات دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته