خبرونهسیاست

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پروان له امنیه قومندان سره وکتل

کابل، د وږي ۳۰ مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپيدار ماڼۍ کې د پروان له امنیه قومندان مولوي عزیز الله سره وکتل.

د پروان امنيه قومندان مولوي عزيز الله د ریاست الوزراء سیاسي مرستيال سره په کتنه کې د پروان امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د پروان وګړي د اسلامي نظام څخه خوښ دي او په امنه فضا کې ژوند کوي.

په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نوموړي ته  د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا