امنیت

د وسله والو طالبانو يو مرکز ويجاړ کړاى شو

قندهار باختر دلړم دمياشتې ١٤ نيټه  :
د وسله والو طالبانو څلور تروريستي ډلې چې په کويټې شورا کې د دغې ډلې د مشرانو په لارښوونه د قندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍپه مربوطاتوکې د ماينونو په ښخولو، وسله والو بريدونو او تروريستي فعاليتونو بوختې وې؛ دهغو عملياتو په نتيجه کې چې د ملي امنيت د لوى رياست د ځانګړو قطعاتو له خوا د دوى په پټنځايونو ترسره شول څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه نور يې ونيول شول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغوعملياتوکې ددغې ډلې يو جيل ويجاړ کړاى شو او څلور تنه ملکي وګړي چې پکې بنديان وو؛ آزاد کړاى شول.
دغه راز د دغې ډلې د وسلو او مهماتو يوه ډيپو چې ډول ډول ماينونه، مخابرې، ٤٤ موټرسايکلونه، دوه موټرونه، يو کمپيوټر، يو ځانمرګى واسکټ، پوځي تجهيزات او چاوديدونکي توکي پکې و؛ له کشف وروسته په سيمه کې له منځه  يوړل شول.
د دغو عملياتو په نتيجه کې د خاکريز ولسوالۍ د کاکړانو، چوڼۍ او د رول آباد کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته