(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیکا له مرستیال والي سره وکتل

کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا له مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سره وکتل.
په دې کتنه کې، مخدوم عبدالسلام د پکتیکا د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په پکتیکا کې امنیت تامین دی، ځايي خلک له ولایتي ادارې سره همکار او د ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.
مخدم زیاته کړه، د دې ولايت زلزله ځپلو کورنیو ته پخوانۍ مرستې په شفاف ډول وېشل شوې او لا هم د يو شمېر خیریه بنسټونو او موسسو چارې روانې دي.
نوموړي دغه راز د پکتيکا ولايت يو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم له نوموړيسره شریک کړل.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایتي ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې پکتیکا یو سرحدي ولایت دی او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي په تېر شل کلن جهاد کې د پکتيکا د خلکو فعالې ونډې ته په اشارې د هغوی زحمتونه وستايل او د چارو لا ښه والي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې د پکتيکا ولايت مرستيال والي ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړانديزونه به يې له اړوندو ادارو سره شريک کړي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا