ټولنه

په کونړ کې د اوبو ۱۲ کانالونه جوړېږي

کابل/ د غبرګولي ۱۷ مه / باختر
په کونړ کې د کرنې ریاست د نړیوال بانک په مالي همکارۍ له سیمه ييزو شوراګانو سره د اوبو د ۱۲ کانالونو قرارداد لاسلیک کړ.
د کونړ د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانالونه په پنځو ولسوالیو کې د ۶۱ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي.
په ورته وخت کې د کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي وایي چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره به نه یوازې دا چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي، بلکې سلګونو خلکو ته به کاري فرصتونه هم برابر شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته