(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ۱۵ ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره وکتل

کابل، د وږي ۲مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د کابل، بغلان، ننګرهار، کاپيسا، لغمان، پروان، کندهار، تخار، سمنګانو، پنجشیر، بامیانو، غزني، کندز، میدان وردګو او بدخشان ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل.

ارګ په یوه خپرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې یادو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مجاهدینو په افغانستان کې له څو لسیزو وروسته د اسلامي نظام پر ټېنګښت او راتګ خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت بریا او د اسلامي نظام راتګ د پراخو قربانیو پایله وه چې باید ترې ساتنه وشي.

دغو عالمانو او مجاهدینو زیاته کړه، چې د حکومت او ملت د لا نږدې کېدو او د همکاریو زیاتیدو په موخه دې هڅې ګړندۍ او ډېرې شي.

دوی همدارنګه په خپلو سیمو کې د یو لړ ستونزو د حل په موخه لیکلي وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، یادو عالمانو، مخورو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د اشغال پر وړاندې د افغان ملت مبارزه او بریا په هېواد کې د قومونو ترمنځ رښتینی یووالی او اتحاد په ډاګه کړ.

مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د قدر په سترګه ګوري، پخوانیو نسلونو هم د هېواد د آزادۍ لپاره قرباني ورکړې وه او تر اوسه په افغان ملت کې د جهاد روحیه هماغسې ژوندۍ ده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د ملي ګټو ساتل او اقتصادي پیاوړتیا د اسلامي امارت د پالیسۍ لومړیتوبونه دي او ملت دې ډاډمن اوسي څرنګه چې امنیتي برخه د پام وړ ښه شوې همدارنګه د هېواد اقتصادي او سیاسي پرمختګ ته هم کار کیږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دیني عالمانو، مخورو، سپین ږیرو او مجاهدینو څخه مننه وکړه، چې له حکومت څخه د ملاتړ په موخه هڅې کوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا