خبرونهفرهنګ

په باميانو کې د علمي – فرهنګي شخصیت رهنورد زرياب په یاد غونډه جوړه وشوه

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د هېواد د نوميالي، فرهنګي – ادبي شخصيت ارواښاد محمد اعظم رهنورد زرياب په یاد په باميانو کې غونډه جوړه وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د باميانو د ادبياتو خونې د هېواد د نوميالي علمي – فرهنګي- ادبي شخصيت محمد اعظم رهنورد زرياب په درناوي (فانوسی در توفان) ترنامه لاندې غونډه په باميانو ښار کې جوړه کړه.
د باميانو والي سيد انور رحمتي وويل: علمي – فرهنګي شخصيتونه د نظر په يووالي سره باور لري چې استاد زرياب د هېواد او د سيمې په کچه د فارسي ادبياتو په حوزه کې نوميالى او نه تکرارېدونکی شخصيت دى.
هغه زياته کړه چې رهنورد زرياب د افغانستان د نننیو ادبياتو له اساسي پايو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد په داستان ليکلو کې يو جګ غر و چې آرام او په سنجيدلي ډول يې خبرې کولې.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسحاق موحد وويل: موږ په افغانستان کې داسې يو شخصيت له لاسه ورکړى دى چې جبيره کول يې زموږ د معاصر تاريخ لپاره ډېر سخت دي.
هغه زياته کړه چې استاد زرياب يواځې د افغانستان د ادبياتو د ودې لپاره کار کاوه او د فارسي ادبياتو په اړه يې له بل هرچا څخه پوهېده.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته