
کابل، د مرغومي۱۴مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر شخصیتونو او سپین ږیرو سره وکتل.
په دغه کتنه کې استاد رحیم بېګ او صدیق چکري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او په هېواد کې د حکومتولۍ په اړه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړل.
هغوی همدارنګه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې په هېواد کې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او همداراز د اسلامي نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل او تخار ولایتونو د شخصیتونو او مشرانو د هرکلي ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اوسمهال په هیچا هېڅ ډول محدوديت نشته او د ټولنې ټول افراد بشپړه آزادي لري.
نوموړي په هېواد کې ښوونه او روزنه تر ټولو مهمه موضوع وبلله او ويې ویل چې د اسلامي امارت چارواکي د ښوونې او روزنې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
افغانمل