سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات له یو شمېر عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل

 کابل، د لړم لومړۍ نېټه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي نن د هرات ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې قومي مشرانود هرات ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت راپور د ریاست الوزرا اداري مرستیال مقام ته وړاندې کړ ويې ویل، د اسلامي امارت نظام له واکمنېدو سره په دې ولایت کې نظم ښه شوی او خلک له امنیتي وضعیت څخه راضي دي.

ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو وضعیت، د هېواد په کچه د مجاهدینو استخدام او د بیت المال ضایع کېدو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت له عالمانو او مشرانو سره په کتنې خوښي وښوده او د اشغال پای ته رسېدو او اسلامي نظام ټینګښت کې یې د دې لرغوني ولایت د خلکو او عالمانو قربانۍ وستایلې.

نوموړي د امنیت تامین او د خلکو روحي او ټولنیزه ارامي د اسلامي امارت مسوولینو اصلي مسوولیتونه وبلل او د بشپړ امنیت د ټینګښت له کبله يې خوښي څرګنده کړه.

هغه همداراز زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین به د اسلامي شریعت، د مجاهدینو ګومارنې او ستونزو ته د رسېدنې، د مجاهدینو د شهیدانو کورنیو وضعیت او د بیت المال ضایع کېدو د مخنیوي په موخه هر اړخیزې هڅې وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا