ټولنه

درې تنه په اورلګيدنه کې ټپيان شول

 کابل/ د غویي ٩ مه / باختر
د بدخشان د فيِض آباد ښار د تېلو په يو ټانک کې تېره شپه د اور لګيدنې له امله درې تنه ټپيان شول او لسګونه ټنه تېل له منځه يوړل شول.
د تېلو د دغه ټانک خاوند محمد دين خواهاني د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  چې اور هغه وخت په جنراتور کې ولګيد چې د تېلو ټانکرونه تشېدل.
هغه وويل چې په دې اور لګيدنه کې درې تنه ټپيان شوي او يوه اندازه تېل، اوبلن ګاز او څو موټرونه له منحه وړل شوي دي او څه ناڅه ٦٠زره ډالره زيان او‌ښتى دى.
د بدخشان د اور وژنې آمر سمونيار عبدالحافظ وويل چې دوى د استوګنې کورونو ته د اور د پراختيا مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته