خبرونهټولنه

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې له ۱۰ زرو ډېر سوالګر راټول کړل شوي دي

 کابل، د تلې ۱۱ مه، باختر

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټه وایي، چې د روان ۱۴۰۱لمریز کال د تلې میاشتې تر ۱۰ مې نېټې له کابل ښار څخه یې ۱۰۱۵۰ سوالګر راټول کړي دي.

یادې کمېتې ویلي، چې راټول کړل شویو سوالګرو کې ۷۰۲۹ ښځې دي، چې تر ارزونې وروسته ۲۴۲۶ مستحقې او ۴۶۰۳ حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

په خبره، یې ۸۳۴ نارینه دي، چې تر ارزونې وروسته یې ۲۹۴ مستحق او۵۴۰ حرفوي سوالګر ګڼل شوي دي.

په راټول کړای شویو سوالګرو کې  ۲۲۸۷ ماشومان دي، چې له ډلې یې ۱۲۴۵ مستحق، ۹۹۲ حرفوي او ۵۰ بې سرپرسته ماشومان دي، چې له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو زمینه برابرېږي.

له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کېږي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا