سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د کوچیانو له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل، د زمري ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د کوچیانو له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې کمال الدین، ضبتوخان او نعمت الله د نورو په استازیتوب، د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه ځوانانو ته د دیني او عصري علومو او کاري فرصتونو د زمینې برابرولو په اړه خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړل.

دوی په خپلو خبرو کې له اسلامي نظام څخه خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ټول خلک ځانونه خوندي احساسوي.

دغه راز د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: کوچیان زموږ د ملت یوه برخه ده او اسلامي امارت هڅه کوي ټولو ستونزو ته یې رسېدګي وشي، چې هېواد مو ځان بساینې ته ورسېږي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا