
کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع پرون د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیسې ممتاز یوسفزۍ په مشرۍ د یادې خونې مدیره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
دوی له اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې ملاتړ او فعاله ساتلو، ښځينه سوداګرو ته د سوداګريزو ويزو ورکړه کې د اسانتياوو رامنځته کولو، د جوازونو ورکولو، املاکو کرایې او مالیاتو په برخو کې د ځانګړو همکاريو، د ځانګړو سوداګريزو مارکېټونو ايجاد او ګاونډيو هيوادونو سره د ښځينه سوداګرو ګډې خونې رامنځته کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس په دغه کتنه کې وويل چې خصوصي سکتور سره د دې کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او واټن له منځه وړل دي.
نوموړي ښځينه سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ پر وړاندې ټول شته خنډونه لرې او د شريعت په رڼا کې به د سوداګرو ټولو غوښتنو ته رسيدګي وشي.
سرچینې همدارنګه ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ارګانونو سره شريکې کړي.
افغانمل