امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابلباختردسرطان ٢٤
دملي اردو منسوبينو په ښه توګه په هيوادکې د امنيت د تامينولو په مقصدپرون د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه راز د زابل ولايت دشاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو او دملي پوليسو د منسوبينو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو وسله وال مخالف وژل شوى دى.
دغه راز د هلمند ولايت د واشير ولسوالۍ په مربوطاتوکي د ملي اردو او ملي پوليسو د منسوبينو په ګډو عملياتوکې پنځه تنه مشکوک مخالفين ونيول شول.
دغه راز دقندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دخاصې قطعې د منسوبينو دګډو چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې دوه تنه مشکوک مخالفين او دپکتيا ولايت د احمدا باد ولسوالۍ په مربو طاتو کې پنځه تنه مشکوک مخالفين له يو کلاشينکوف او له څلورو شاژورونو سره ونيول شول.
ديو بل خبر له مخې: د وسله والو مخالفينو له خوا دميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې دښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنې له ا مله د ملي اردو پنځه تنه منسو بين ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته