
کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئيس قاري عزیز الرحمن سره وکتل.
د یادې ادارې رئيس د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه، چې د غوره چاپیریال او اقلیم په موخه چمتو شوي وو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره مالومات شریک کړل.
قاري عزیز الرحمن زیاته کړه، چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه متضرر هېواد دی او دا اداره یې د مخنیوي هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خپل پرسونل د ظرفیت لوړول یې په لومړیتوب کې نیولي دي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزار سیاسي مرستیال په هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په اشارې سره وویل چې د غوره چاپیریال برابرولو په برخه کې د ادارو ترمنځ همغږي مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د چاپيریال او هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دې له شته امکاناتو او ظرفیت څخه کار واخیستل شي.
نوموړي له هېوادوالو او ټولو ادارو، په ځانګړي ډول صنعتکارانو څخه غوښتنه وکړه، چې چاپیریال ساتنې ته پام وکړي.
افغانمل