ټولنه

په ميدان وردګو کې دکثيرالرشتوى انستيتوت د بنسټ ډبره کيښودل شوه .

کابل-باختر د وږي دمياشتې ١٩ په ميدان وردګو ولايت کې ديو کثير الرشتوى انستيتوت دبڼسټ ډبره کيښودل شو. دغه انستيتوت دهند په مرسته دپنځو مليونو افغانيو په لګښت په سيد آباد ولسوالۍ کې جوړيږي. ددغه انستيتوت په ودانۍ کې درسى او ادارى خونې او ليليه په پام کې نيول شوې ده . دميدان وردګو والى ځنډى ګل زمانى ددغه انستيتوت دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې له قومي مشرانو څخه وغوښتل چې دافغانستان دپرمختګ لپاره خپلو ځوانانو ته د زده کړې وخت ورکړي. ده په بيلابيلو تحصيلي څانګو کې د زده کړې خاوندو ځوانانو دوړاندې کولو په لاره کې ددغه انستيتوت څخه ګټه اخستنه ارزښتناکه وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته