سیاست

دختيځو ولايتونو د برښنا د کمښت ستونزه وڅيړله شوه

کابل باختر د سلواغې   نهمه :
دمشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یارنن یوځل بیا د برښنا انرژی دکمښت له پلوه دختیځوولایتنوستونزې دافغانستان برښناشرکت له رییس سره شریکې کړې.
دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ
پدې کتنه کی چی دمجلس منشی مولوی عبدالله قرلق،ځینوسناتورانو،ددارالانشاء لوی رییس اودننګرهای ولایت یوشمیرمدنی فعالینوهم ګډون درلود،د ختیځو ولایاتوسناتورانواومدنی فعالانووویل دبرښناانرژی په ویش کې دختيځوولایتونواوپه خاصه توګه ننګرهاراولغمان ولایتونوته عدالت په پام کې ندی نیول شوی اود بریښنا د پرله پسې پرچاویوله امله صنعتی پارکونوته هم ستونزې را پیداشوي اوزیاته یی کړه چی دلغمان دپنځوزروکورونولپاره دبرق پروژه چی لمړنی چارې یی ترسره شوی دي باید دتکمیلیدولپاره یې اړین ګامونه پورته شي اواړینه ده چی دبادپخ اوازبین سیموڅخه دختیځوولایاتودبرق دمزو دبدلون چارې تیزې شي اوهم دی دنورستان ولایت دبرښنابند چارې په راتلونکې کال کی پیل شي،همدارنګه دمشرانوجرګې ددارالانشاء لوی رییس دملی شورای د برښنا دولتاژ دټیټوالی څخه یادونه اوټینګاریې وکړچی ددی ستونزي دحل لپاره دې لارې چارې ولټول شي.
وروسته دافغانستان برښناشرکت مشرقدرت الله دلاوري وویل له یوې خوا داشرکت دمالی محدودیتونوسره مخ دی اوله بلې خوا دوارداتي برښنا له کمښت سره مخ دی،همدارنګه دکابل سیندداوبوکموالي دنغلودبرښنا دتولیدکچه راټیټه کړيده سره له دی هم هڅې شوی چی له مختلفوسرچینوڅخه دژمي په موسم کې هیواد والوته په نسبي توګه برښنابرابره کړي او زیاته یي کړه چی دختیځو ولایتونودبریښنا دمزودبدلون دچارودیزاین تکمیل اورپوټ یی دملی امنیت شورا ته وړاندې شوی دی اوهم دځینوبرقی تجهیزاتوتدارکاتی چارې چی دننګرهاربرښنادظرفیت په لوړولوکې مهم ګڼل کیږي بشپړې شوی اوپه نږدې راتلونکي کې به وپیرل شي.
ورپسې دکابل برښنارییس اوتخنیکی مسول دخپلوخبروپه ترځ کې کابل ښاردپنځوس سلنه پرچاوی څخه یادونه وکړه او ویي ویل چي دبریښنا امتیازي تریوه حده لرې شوي دي او اوس مهال شاوخوا۲۵میګاواټه برښنادنغلودبندڅخه ننګرهاراولغمان ولایتونوته ځانګړې شویده چی اړینه ده یاده برښناپه منظمه توګه مدیریت اووویشل شي.
په پای کې دمشرانوجرګې رییس په هیوادکې دبرښناانرژی په اړینتوب رڼاواچوله اوټینګاریی وکړچی دنغلوبندڅخه دننګرهاردبرښناظرفیت دې له ۲۵څخه ۳۰میګاواټوته لوړشي،مسولین اودمدني ټولنې فعالین دی دننګرهارولایت په برښناریاست کې دشته ستونزودحل په موخه مرسته وکړي،دلغمان اونورستان ولایتونودبرښناستونزوته دې لازمه پاملرنه وشي اوهم دې دختیځو ولایتونودبریښنا دمزودبدلون چارې دې ګړندئ اوپدې برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي.
دیوبل خبرله مخې فضل هادی مسلم یار دهیواد دامنیتی اودفاعی ځواکونو څخه دمشرانوجرګې دهمیشني
ملاتړپه لړکې، دافغانستان ددښمنانو په لمنځه وړلوکې دکورنیوچارووزارت دځانګړوقطعاتوقوماندانی دبحران ضدقطعې قوماندان دښو خدماتوله امله دمشرانوجرګې تقدیرنامه نوموړي ته ډالی کړه چی په مننې سره ومنل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته