سیاستخبرونهښوونه او روزنه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د سږني کانکور لس غوره ګډونوال وستایل

کابل، د لړم ۲۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره ګډونوال وستایل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په داسې حال کې  چې د ازموينو ملي ادارې مشرتابه پلاوی او د بریالیو ګډونوالو د کورنۍ غړي هم حاضر وو، هغوی ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت له هر ډول قومي او ژبني تړاو پرته د هېوادوالو په خدمت کې دی او په کانکور ازموینه کې د ټولو بریالیو په ځانګړي ډول د لسو غوره ګډونوالو په بریالیتوب خوښ دی.

نوموړي دې ته په اشارې چې افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري وويل: همدا تاسو ځوانان ياست چې په علم او زده کړو به د افغانستان راتلونکې جوړوئ.

هغه زیاته کړه: ځوانان دې د روښانه راتلونکي او ملي او اسلامي ښېرازۍ لپاره په پاک نیت او خلوص زده کړو ته دوام ورکړي او اسلامي امارت دوی ته د زمينې برابرول خپل مسووليت بولي.

ورپسې، د سږني کانکور د ګډونوالو په استازيتوب د کانکور عمومي اول نمره سلیمان خبرې وکړې او د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر  څخه یې د دې ستاينغونډې جوړولو مننه وکړه.

هغه زياته کړه: موږ به پرمختللي افغانستان او اسلام ته د خدمت لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.

د غونډې په پای کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور لس غوره  ګډونوال د سیاسي مرستیال له لوري په مادي او معنوي ډالیو ونازول شول.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا