خبرونهامنیت

٣٤ طالبان په قندهار کې ووژل شول

 کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر

په قندهار کې  د هېواد د هوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې  ٣٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.

دغه بريدونه نن د پنجوايي او ژيړى په ولسواليو کې  د وسله والو طالبانو پر پټنځيو او د سپرلۍ پرکاروان ترسره شوى دى.

د هېواد په جنوب کې  د اتل قول اردو  يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريدونوکې  د وسله والوطالبانو درې پټڼځي  او د سپرلى کاروان له منځه وړل شوي دي.

هغه په دې هوايي بريدونوکې  د ٣٤ وسله والوطالبانو وژل کېدل تاييد کړاو ويې ويل  چې  په دې بريدونوکې ١٤ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته